انصار: (د لړم ۳۰ مه)، د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د طالبانو رژیم مشر عبدالباري عمر په نیږدې وخت کې نړیوال بازار ته د افغان درملو د وړاندې کولو خبر ورکړی.
نوموړي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې هالنډ ته د درملو اړوند یوه نړیوال کنفرانس کې یې ګډون مثبتې پایلې لرلې.
هغه په ورته وخت کې، د مصر او متحده عربي اماراتو بازارونو ته د افغان درملو د استولو خبر ورکړ.
دغه طالب مقام په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو چارواکو مخکې هم نړیوال بازار ته د بېلابېلو افغان تولیداتو د زر استولو خبر ورکړی، خو وروسته یې ژمنه شوې خبرې عملي شوې نه دي.
افغانستان خپله تر اوسه یوه لویه برخه د مصرف وړ له بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو واردوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28591
قرأ